هری پور۔ 7 اکتوبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف وئيلي دي د اسمبلۍ غړيتوب پخوانۍ حلف نامه بحال كړې شوې۔ سږ كال حج آپرېش كاميابۍ سره ممكن شو۔ راروان كال كښې به لا غوره انتظامات كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير سردار محمد يوسف د هري پور پرېس كلب او يونين آف جرنلسټس عهدېدارانو سره خبرو كښې وكړه۔ په دې مهال د پرېس كلب چيئرمېن نعیم عابد، صدر ذاکر حسېن تنولی، عمومي سېكتر ملک فېصل اقبال، صدر الېکټرانک میډیا ایسوسی ایشن ملک محمد اقبال، د یونین آف جرنلسټس صدر ډاکټر عابد قریشی، عمومي سېكتر عرفان مبارک، محمد اسحاق، بار سېکتر وقاص احمد وکی، انفارمېشن سېكتر ملک بلاول اقبال، سردار قیوم، طاهر عباسی او نور نوموړي شخصيات موجود وو۔ سردار محمد یوسف ووئيل د ناموس رسالت تحفظ له مونږ او زمونږ مشرانو بشپړه هڅې كړې دي۔ مونږ دا د خپل ايمان برخه ګڼو۔ د بده مرغه د اولس مذهبي جذباتو ته زيان رسوونكو د حلف نامې په مسئله سياست كول پېل كړل۔ ولې بياهم وزیراعظم شاهد خاقان عباسی او د مسلم ليګ ن مشرتابه په سمدستي توګه د اولس د جذباتو او احساساتو ادراك سره د دې مسئلې حل كولو هدايت وكړو۔ وروستو سپيكر هم خپل كردار ترسره كولو سره د معاملې ختمولو كښې خپل رول ولوبولو۔ ده ووئيل د مسلم ليګ ن حكومت د اولس خذمت ته چمتو دے۔ نواز شريف د اولس په زړونو كښې ژوند كوي۔ هغه وړاندې هم برطانيې ته تلې راغلې اوس د هغه كورودانې ناروغه ده نو ځكه هغه د هغې خيال ساتلو له تلې كه لوئے څښتن ته منظور وي ډېر زر به خپل هېواد ته راشي۔