اسلام آباد۔7جنوری(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال سره د سپار??و چيئرمېن اېم يوسف خان ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په بېلو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه په كومو كښې چې په دې وروستيو كښې لانچ كړے شوے د پاک سېټ اېم اېم 1 سېټلائټ کمرشلائزېشن او د كركيلې په څانګه كښې عصري مانيټرنګ شامل ؤ۔ وفاقی وزیر احسن اقبال د سپار??و چيئرمېن ت?? د ??اک سېټ اېم اېم 1 سېټلائټ بز??س پلان جوړولو هدايت وكړو۔ ده ووئيل د سېټلائټ کمرشلائزېشن لپاره دې د آئي ټي وزارت سره په ګډه تګلاره مرتب ك?سلاٹ_گیمز/91403.html">?ې شي دغسې چې د دې ګټې زياتې نه زياتې وكارولې شي۔ د سپار??و چيئرمېن ووئيل ادار?? د ??ركيلې په څانګه كښې د عصري مانيټرنګ كار كوي او دې سره كروندګر زيات پېداوار ترلاسه كوي۔ وفاقی وزیر د سپارکو چارواكو ته هدايت وكړو چې هغوي د لېنډ انفارمېشن اېنډ مېنجمنټ سسټم په مرسته بشپړه ډېټا جمع كړي۔ وفاقي وزير په انسټی ټیوټ آف سپېس ټېکنالوجی كښې د روانې مياشتې په مهال د “اړان پاکستان” لاندې د يو سمپوزيم كولو پخلي كولو سره ووئيل د سمپوزیم سرخط به “ستاروں سے آگے جهاں اور بھی ہیں” وي چې مقصد يۍ په خلائي تحقيق كښې نوې امكانات رامخې ته كول دي۔